کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د افغانستان د سرپرست دولت د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند حافظ ضیا احمد نن یکشنبې د غوايي ۱۶ مه کابل کې د ترکیې سفارت له سرپرست جنګ اونال سره د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د سرپرست مولوي امیرخان متقي د لیدنې خبر ورکړی دی.
ښاغلي متقي په دغه لیدنه کې د اسرائیلو د صهيونيستي رژیم پر وړاندي د ترکیې جمهوري هېواد د سوداګریزه اړیکو د پرېکون ستاینه وکړه.
د بهرنیو چارو وزارت سرپرست د دوه اړخیزو اړیکو، په افغانستان کې د وروستیو مثبتو اقداماتو، د ګڼو هېوادنو د سياسي او اقتصادي لوړ رتبه پلاویو پر راتګ خبري اتري وکړې، او د ترکیې سره د لاجورد له لاري د تجارت پیل، د ترکيې او افغان تجارانو په ګډو هڅو په ترکیه او افغانستان کي د مشترکو نندارتونونو پر پرانستلو خبرې اترې وکړې.
جنګ اونال هم وویل: موږ د افغانستان په وروستیو پرمختګونو خوښ یو، او هڅه باید وشي د ترکیې او افغانستان د اړیکو د پراخیتا په اړه په ګډه کار وشي.
هغه زیاته یې کړه چي په راتلونکو نژدي ورځو کې به د ترکیش هوایي شرکت پروازنه عملا کابل ته پیل شي.
د پیغام پای/
Your Comment